دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 274242
پاکستان باید خپله اندېښنه له سرپرست حکومت سره شریکه کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې افغانستان یې پاکستان ناامنه کړی او هغه یې بې ګټې ادعا وبلله، چې عامه ذهنیت مغشوشوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې ۲۰ ورځې وړاندې په بلوچستان کې د دغه هېواد پر پوځي اډې په برید کې افغان اتباع لاس لري.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه د اسد ۱۱مه خپره شوه، ویل شوي چې د دې پېښې عاملین د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر هم ویلي، چې افغانان د پاکستان په ناامنیو کې ښکېل دي او په دې برخه کې یې له کابل سره اسناد هم شریک کړي دي.
 
په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد د دې تور په غبرګون کې په یوه ټوېټ کې ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې اندېښنې له سرپرست حکومت سره شریکې کړي.
 
هغه زیاته کړه چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د جمعیت علمای کرامو په غونډه کې یوې لویې چاودنې نږدې ۳۰۰ تنه مړه او ټپیان کړل.
https://avapress.com/vdcgtt9xxak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته