کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد:

پاکستان باید خپله اندېښنه له سرپرست حکومت سره شریکه کړي

13 اسد 1402 ساعت 12:15

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې افغانستان یې پاکستان ناامنه کړی او هغه یې بې ګټې ادعا وبلله، چې عامه ذهنیت مغشوشوي.


آوا - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې ۲۰ ورځې وړاندې په بلوچستان کې د دغه هېواد پر پوځي اډې په برید کې افغان اتباع لاس لري.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه د اسد ۱۱مه خپره شوه، ویل شوي چې د دې پېښې عاملین د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر هم ویلي، چې افغانان د پاکستان په ناامنیو کې ښکېل دي او په دې برخه کې یې له کابل سره اسناد هم شریک کړي دي.
 
په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد د دې تور په غبرګون کې په یوه ټوېټ کې ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې اندېښنې له سرپرست حکومت سره شریکې کړي.
 
هغه زیاته کړه چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د جمعیت علمای کرامو په غونډه کې یوې لویې چاودنې نږدې ۳۰۰ تنه مړه او ټپیان کړل.


د مطلب کود: 274242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274242/پاکستان-باید-خپله-اندېښنه-له-سرپرست-حکومت-سره-شریکه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com