دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 273889
د افغان سرې میاشتې او ایراني سرې میاشتې مشرانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغان سرې میاشتې اداره وايي، چې د دې ادارې مشر مطیع الحق خلیق د سعودي عربستان په جده ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې له رئیس یعقوب سلیماني سره وکتل او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه د اسد ۴ مه خبر خپور کړ او ویې ویل: په دې ناسته کې د ګډو فعالیتونو او همکاریو په اړه خبرې وشوې او هوکړه وشوه، چې دوه اړخیزې همکارۍ به دوام ولري.
 
ویل شوي، چې په دې کتنه کې د ایراني سرې میاشتې رئیس یعقوب سلیماني د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي ته بلنه ورکړه، چې د ایراني سرې میاشتې له فعالیتونو څخه د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
 
https://avapress.com/vdcc41qio2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته