کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سرې میاشتې او ایراني سرې میاشتې مشرانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

5 اسد 1402 ساعت 11:41

د افغان سرې میاشتې اداره وايي، چې د دې ادارې مشر مطیع الحق خلیق د سعودي عربستان په جده ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې له رئیس یعقوب سلیماني سره وکتل او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه د اسد ۴ مه خبر خپور کړ او ویې ویل: په دې ناسته کې د ګډو فعالیتونو او همکاریو په اړه خبرې وشوې او هوکړه وشوه، چې دوه اړخیزې همکارۍ به دوام ولري.
 
ویل شوي، چې په دې کتنه کې د ایراني سرې میاشتې رئیس یعقوب سلیماني د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالقي ته بلنه ورکړه، چې د ایراني سرې میاشتې له فعالیتونو څخه د لیدنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
 


د مطلب کود: 273889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273889/د-افغان-سرې-میاشتې-او-ایراني-مشرانو-اړیکو-پر-پراختیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com