افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، هېواد ته د راستانه شویو چارواکو په ډله کې د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پخوانی رییس هم شامل دی.
ویل کیږي چې د دغه کمیسیون له لارې په بهر کې میشتو سلګونو افغانانو افغانستان ته د راستنیدو فورمې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، چې د تېر حکومت يو شمېر چارواکي د دغه کمېسيون په بلنه افغانستان ته راستانه شوي دي.