له شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د تېر حکومت ۱۵ چارواکي چې له سیاسي پرمختګونو وروسته له افغانستانه وتلي وو، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون هېواد ته د ۱۵ پخوانیو چارواکو د راستنېدو اعلان وکړ
26 سرطان 1402 ساعت 11:27
له شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د تېر حکومت ۱۵ چارواکي چې له سیاسي پرمختګونو وروسته له افغانستانه وتلي وو، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
آوا - کابل: د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، هېواد ته د راستانه شویو چارواکو په ډله کې د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پخوانی رییس هم شامل دی.
ویل کیږي چې د دغه کمیسیون له لارې په بهر کې میشتو سلګونو افغانانو افغانستان ته د راستنیدو فورمې ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، چې د تېر حکومت يو شمېر چارواکي د دغه کمېسيون په بلنه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د مطلب کود: 273360