دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 273342
په میدان وردګ کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ پروژو کار پیل شو
د ميدان وردګ ولایت د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک د اوبو رسولو د ۱۸ پروژو چارې پيل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته په قر، جلریز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو ۱۸ بېلابېلې پروژې پیل شوې دي.
 
په دې پروژو کې د ۱۰ نیمو پروژو ترمیم او د پاتې ۸ پروژو اساسي بیارغونه شامل دي، چې د دوو بنسټونو د انجینرۍ خدماتو په بشپړ تخنیکي څارنې سره د ۴ میاشتو په موده کې رغول کیږي، چې په پایله کې یې خلکو ته پاکې اوبه برابریږي.
 
د دغو پروژو په پای کې به ۳۱۱۱ کورنیو، د دوو ښوونځیو ۱۰۳۰ زده کوونکو، د یوه روغتیايي مرکز ۲۴۲ کارکوونکو او ۳۰ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په يادو ولسواليو کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
 
https://avapress.net/vdcgtw9xxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته