دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 272980
د هرات د مالګې په کان کې څه باندې سل روغ شوی روږد کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، د هرات د مالګې په کان کې ۱۰۳ تنه د نشه يي توکو څخه خلاص شوي کسان په کار وګمارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وايي چې د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت ۱۰۳ تنه روږدي کسان چې په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په کلینیکونو کې یې درملنه شوې، د مالګي په یوه کان ګومارلي دي.
 
ده زياته کړه: دغه روږدي کسان د خپلو کورنيو په همغږۍ د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د مالګې په کان کې د کار پيدا کولو په مقصد ليږدول شوي او په راتلونکي کې به هم د نورو روږدو کسانو لپاره د کار زمينه برابره کړي.
 
ویل کیږي چې د هرات سیمه ییزو چارواکو د تېر کال په ساړه ژمي کې زرګونه روږدي کسان له لارو او کوڅو څخه راټول کړل او د درملنې لپاره یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کلینیکونو ته یوړل او له څو میاشتو وروسته دغه کسان روغ او عادي ژوند ته راستانه شول.
 
https://avapress.com/vdcdjx0xzyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته