کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات د مالګې په کان کې څه باندې سل روغ شوی روږد کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

19 سرطان 1402 ساعت 10:38

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، د هرات د مالګې په کان کې ۱۰۳ تنه د نشه يي توکو څخه خلاص شوي کسان په کار وګمارل شو.


آوا - هرات: د هرات د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وايي چې د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت ۱۰۳ تنه روږدي کسان چې په نشه‎يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په کلینیکونو کې یې درملنه شوې، د مالګي په یوه کان ګومارلي دي.
 
ده زياته کړه: دغه روږدي کسان د خپلو کورنيو په همغږۍ د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د مالګې په کان کې د کار پيدا کولو په مقصد ليږدول شوي او په راتلونکي کې به هم د نورو روږدو کسانو لپاره د کار زمينه برابره کړي.
 
ویل کیږي چې د هرات سیمه ییزو چارواکو د تېر کال په ساړه ژمي کې زرګونه روږدي کسان له لارو او کوڅو څخه راټول کړل او د درملنې لپاره یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کلینیکونو ته یوړل او له څو میاشتو وروسته دغه کسان روغ او عادي ژوند ته راستانه شول.
 


د مطلب کود: 272980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272980/د-هرات-مالګې-په-کان-کې-څه-باندې-سل-روغ-شوی-روږد-کسانو-ته-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com