دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 272945
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژوند د خرابو شرایطو په اړه خبرداری ورکوي
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) مشر هیسو ویلی، په دغه هېواد کې د ژوند وضعیت مایوسوونکی وباله او ویې ویل: دغه اداره له هغو لسو میلیونو افغانانو سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی، د مرستې لپاره بودجه نه لری.
افغان غږ خبری آژانس: هیسو ویلی زیاته کړه: په افغانستان کې د طالبانو له واکمنی وروسته، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او سختې قحطۍ سره مخ دی.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکي په ډاګه کړه، چې دغه سازمان تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د مرستو د چارو د تمویل لپاره له دوو میلیاردو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري.
 
  بشري سازمانونه تل په افغانستان کې د اقتصادي بحران، لوږې او بې وزلۍ په اړه خبرداری ورکوي.
 
په دې حالت کې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پای کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او د اسلامی امارت واک ته په رسیدو سره، امریکا شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره د افغانستان د خلکو شتمنۍ بندې کړې، چې دا کار ددي سبب شوي چې افغانان افتصادي وضعیت ورځ تر بلي خراب شي.
 
https://avapress.com/vdceew8wnjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته