کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژوند د خرابو شرایطو په اړه خبرداری ورکوي

18 سرطان 1402 ساعت 13:17

په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) مشر هیسو ویلی، په دغه هېواد کې د ژوند وضعیت مایوسوونکی وباله او ویې ویل: دغه اداره له هغو لسو میلیونو افغانانو سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوی، د مرستې لپاره بودجه نه لری.


آوا: هیسو ویلی زیاته کړه: په افغانستان کې د طالبانو له واکمنی وروسته، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې او سختې قحطۍ سره مخ دی.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکي په ډاګه کړه، چې دغه سازمان تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د مرستو د چارو د تمویل لپاره له دوو میلیاردو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري.
 
  بشري سازمانونه تل په افغانستان کې د اقتصادي بحران، لوږې او بې وزلۍ په اړه خبرداری ورکوي.
 
په دې حالت کې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پای کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او د اسلامی امارت واک ته په رسیدو سره، امریکا شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره د افغانستان د خلکو شتمنۍ بندې کړې، چې دا کار ددي سبب شوي چې افغانان افتصادي وضعیت ورځ تر بلي خراب شي.
 


د مطلب کود: 272945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272945/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-ژوند-خرابو-شرایطو-اړه-خبرداری-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com