دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 272900
د خوړو نړیوال پروګرام: د بیړنیو مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال له افغانستان سره څه باندې ۱۲ هېوادونو او مرستندویه موسسو نغدي او خوراکي مرستې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان په دوام کې زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې په میلیونونو خلک د لوږې له خطر سره مخ دي او د اړمنو کسانو د درملنې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مسوول فلیپ کروف وویل: سږ کال او سږنی ژمی هم د تېر کال او له هغه مخکې کلونو په څېر د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره مهم دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بیړني ډول یو میلیارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لري ترڅو بیړنیو عملیاتو ته دوام ورکړي او په ټول هیواد کې له کورنیو سره مرسته وکړي او په راتلونکي ژمي کې د خلکو ژوند وژغوري.
 
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت له ټولو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخو کې پانګونه وکړي.
 
تر دې مخکې د سره صليب نړيوالې کمېټې په يوه راپور کې ويلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا شل ميليونه وګړي، چې د دغه هېواد د نفوس ۴۴ سلنه جوړوي، کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
 
https://avapress.com/vdcfx0d0xw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته