افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۱۴ مه د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شوه، افغانستان د زیاتو توپونو د لرلو له امله د دغې لوبې ګټونکی وپېژندل شو.
په دې لومړۍ لوبه کې بنګله دېش توپ وهنه پیل کړه او د ۱۶۹ منډو هدف یې وټاکه.
افغانستان د دوو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یوازې ۸۳ نمرې پوره کړې وې چې باران سخت شو او لوبه ودرول شوه.
د "DSL" طریقې له مخې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د زیاتو توپونو د لرلو له امله د دغې لوبې ګټونکې وپېژندل شوه.
د DSL طریقه د کرکټ د ګټونکي ټاکلو لپاره کارول کیږي کله چې لوبه د خراب هوا له امله ودریږي.
دواړه لوبډلې په راتلونکو ورځو کې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې دوه نورې لوبي هم ترسره کوي.