د کرکټ نړیوالې شورا تایید کړې چې دغه کپ به د روان کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته انتقال شي او د افغانستان په څو مهمو ښارونو کې به نندارې ته وړاندې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تر دې وړاندې سیاسي ستونزې په خاطر ویل کېده چې د نړیوال جام لپاره د کوربه هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان نوم ایستل شوی دی. د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو په منځ کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.