افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر دغه خبر اعلان کړ او ویې ویل: پرون پنجشنبه (سرطان ۸ ) شاوخوا ۹:۳۰ بجې یو سوزوکی موټر د بند په واټ کې چپه شو.
د دغه خبر له مخې په وژل شویو کې دوه نارینه او دوه ښځې شاملې دي. ددغې پيښې ټپيان يو سړى او يو ماشوم دى چې ددرملنې لپاره دباميانو ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
د دغې ترافيکي پيښې علت د موټر چلوونکي ګړنديتوب او بې احتياطي بلل شوې ده .
د يادونې وړ ده، چې د موټر چلوونکو تېز سرعت او بې احتياطي هغه لاملونه دي، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل ګرځي.