کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شول

9 سرطان 1402 ساعت 10:32

نن له غرمې مخکې د باميان د مرکز او بند امير ترمنځ پر سړک د يوه موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر دغه خبر اعلان کړ او ویې ویل: پرون پنجشنبه (سرطان ۸ ) شاوخوا ۹:۳۰ بجې یو سوزوکی موټر د بند په واټ کې چپه شو.
 
د دغه خبر له مخې په وژل شویو کې دوه نارینه او دوه ښځې شاملې دي. ددغې پيښې ټپيان يو سړى او يو ماشوم دى چې ددرملنې لپاره دباميانو ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي .
 
د دغې ترافيکي پيښې علت د موټر چلوونکي ګړنديتوب او بې احتياطي بلل شوې ده .
 
د يادونې وړ ده، چې د موټر چلوونکو تېز سرعت او بې احتياطي هغه لاملونه دي، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل ګرځي.


د مطلب کود: 272517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272517/په-باميان-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-څلور-تنه-مړه-او-دوه-نور-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com