افغان غږ خبری آژانس :په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر افریدي مشال راډیو ته وویل چې دا ستونزه یې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ورسره ژمنه کړې ده.
د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو ځورول او خپلسري نیول دې سمدستي ودروي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال له تېرو څو ورځو راهیسې وايي چې د پولیسو له خوا نیول کېږي، خو پرون په پېښور کې مېشتو کډوالو هم مشال راډیو ته وویل چې د دغه ښار پولیسو هغه افغانان نیولي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له پاکستانه غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.