دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 271663
په هرات کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی
د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، په هرات کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی محمد نسیم سحر د سږ کال وچکالۍ د اندیښنې وړ بللې او وایی چې په دغه ولایت کې د للمي حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
 
ده زياته کړه: په سږني پسرلي کې د باران کمښت د للمي حاصلات کم کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وريجو پر کښت سربېره د نورو غلو حاصلات کم دي او د وچکالۍ له امله ښه کيفيت نه لري.
 
په همدې حال کې د هرات یو شمېر کروندګر له چارواکو غوښتنه کوي چې د سلما بند په پرانیستلو سره د وچکالۍ د زیانونو مخه ونیسي.
 
دوی وايي، حاصلات يې د ژوند يوازينۍ عايد دي او د وچکالۍ له امله يې ډېر زيانونه اوښتي دي.
 
ویل کیږي چې د کشک کهنه، ګلران، کشک رباط سنګي او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د للمي غنم تر ټولو زیات کرل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcai6nue49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته