د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، په هرات کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
په هرات کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی
23 جوزا 1402 ساعت 9:11
د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، په هرات کې د وچکالۍ له امله په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
آوا - هرات: د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی محمد نسیم سحر د سږ کال وچکالۍ د اندیښنې وړ بللې او وایی چې په دغه ولایت کې د للمي حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
ده زياته کړه: په سږني پسرلي کې د باران کمښت د للمي حاصلات کم کړي دي.
د هغه په وينا، د وريجو پر کښت سربېره د نورو غلو حاصلات کم دي او د وچکالۍ له امله ښه کيفيت نه لري.
په همدې حال کې د هرات یو شمېر کروندګر له چارواکو غوښتنه کوي چې د سلما بند په پرانیستلو سره د وچکالۍ د زیانونو مخه ونیسي.
دوی وايي، حاصلات يې د ژوند يوازينۍ عايد دي او د وچکالۍ له امله يې ډېر زيانونه اوښتي دي.
ویل کیږي چې د کشک کهنه، ګلران، کشک رباط سنګي او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د للمي غنم تر ټولو زیات کرل کیږي.
د مطلب کود: 271663