افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د جوزا ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ناسته کې د یاد شوي شرکت استازي ژمنه وکړه. دوی وايي، له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د سمندري اوبو د لېږد په برخه کې پانګونه وکړي
سید محمد توقیر وویل چې دوی په افغانستان کې د نیسلې د تولیدي شرکت د نمایندګۍ دفتر هم انتقالوي.
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه شرکت د نوې پانګونې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوی ستونزو ته به د حل په موخه جدي پاملرنه وکړي.