کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په برخه کې د یوه کورني شرکت پانګونه کوي

11 جوزا 1402 ساعت 10:30

د حبیب ګلزار شرکت استازي سید محمد توقیر د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې وویل چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لیږد په پروژه کې پانګونه کوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د جوزا ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ناسته کې د یاد شوي شرکت استازي ژمنه وکړه. دوی وايي، له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د سمندري اوبو د لېږد په برخه کې پانګونه وکړي
 
سید محمد توقیر وویل چې دوی په افغانستان کې د نیسلې د تولیدي شرکت د نمایندګۍ دفتر هم انتقالوي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه شرکت د نوې پانګونې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوی ستونزو ته به د حل په موخه جدي پاملرنه وکړي.
 


د مطلب کود: 271033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271033/له-پنجشیر-څخه-کابل-ته-د-اوبو-انتقال-په-برخه-کې-یوه-کورني-شرکت-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com