افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : په دې خبرپاڼه کې چې پرون (شنبه، جوزا ۶) خپره شوې، ویل شوی: د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې، په بلخ پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبي ځانګه جوړ شوی او له دې وروسته محصلین کولای شي په دې برخه کې زده کړې وکړي.
بلخ پوهنتون تر ۱۶ ډېر پوهنځي لري، چې د ژبو، طبیعي علومو او بشري علومو څانګي په کې شاملې دي.
څو ورځې وړاندې د پوهنې سرپرست وزیر بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان ولایت له محصلینو او پوهانو سره په کتنه کې په پوهنتونونو کې د کورسونو د کافي او کمیت پر تامین ټینګار وکړ. دغه راز په دې غونډه کې د باميان يو شمېر عالمانو او محصلينو د تېرو کلونو په څېر په دغه پوهنتون کې د جعفري فقهې د تدريس غوښتنه وکړه.