دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 270494
ایران له افغانستان سره د بسته بندۍ او د درملو د تولید په برخو کې همکاري کوي
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د دې ادارې مشر عبدالباري عمر د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوراکي توکو او درملو د ادارې له عمومي رئیس حیدر محمدي سره وکتل او د دې ادارې سره یو تفاهم لیک یې لاسلیک کړ د خوراکي توکو او درملو د بسته بندۍ، تولید او ثبتولو په برخو کې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو او درملو ملي ادارې پرون دوشنبه د جوزا په لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه تفاهم لیک پر بنسټ د ایران اسلامي جمهوریت د خوراکي او درملو د پروسس، تولید او ثبتولو په برخو کی او د لنډ مهاله خدماتو چمتو کول به له افغانستان سره د خوړو او درملو ملي ادارې د یو شمیر تخنیکي کارمندانو لپاره همکاري وکړي.
 
په دغه تفاهم لیک کې د خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي، د خوراکي توکو د کیفیت او خوندیتوب په موخه د اړینو معلوماتو پر شریکولو هم ټینګار شوی.
 
ویل شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت هم غواړي چې د افغانستان د درملو او خوراکي توکو د ادارې د تخنیکي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو لنډ مهاله او اوږدمهاله ورکشاپونه جوړ کړي او د افغانستان د درملو د ادارې تخنیکي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره کړي.
 
د دغه تفاهم لیک له مخې افغانستان به له ایران سره په افغانستان کې د ایراني شرکتونو د راجستر کولو، د ایراني محصولاتو د بازارموندنې، په افغانستان کې د خوراکي او درملو د تولید او عرضه کولو په برخو کې د ایراني سوداګرو لپاره د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر دغه هوکړه ليک ګټور وباله او زياته يې کړه، چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د افغانستان د خوراکي، درملو او روغتيايي محصولاتو صنعت وده وکړي او د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي توکو کيفيت او خونديتوب به لوړ شي.
 
په همدې حال کې د درملو او خوراکي توکو د ادارې د رييس دغه سفر ايران ته د عامې روغتيا وزارت د سرپرست ډاکتر قلندر عباد له سفر وروسته ترسره شو.
 
https://avapress.com/vdcb9gb5arhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته