آوا - کابل: د خوړو او درملو ملي ادارې پرون دوشنبه د جوزا په لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه تفاهم لیک پر بنسټ د ایران اسلامي جمهوریت د خوراکي او درملو د پروسس، تولید او ثبتولو په برخو کی او د لنډ مهاله خدماتو چمتو کول به له افغانستان سره د خوړو او درملو ملي ادارې د یو شمیر تخنیکي کارمندانو لپاره همکاري وکړي.
په دغه تفاهم لیک کې د خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي، د خوراکي توکو د کیفیت او خوندیتوب په موخه د اړینو معلوماتو پر شریکولو هم ټینګار شوی.
ویل شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت هم غواړي چې د افغانستان د درملو او خوراکي توکو د ادارې د تخنیکي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو لنډ مهاله او اوږدمهاله ورکشاپونه جوړ کړي او د افغانستان د درملو د ادارې تخنیکي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره کړي.
د دغه تفاهم لیک له مخې افغانستان به له ایران سره په افغانستان کې د ایراني شرکتونو د راجستر کولو، د ایراني محصولاتو د بازارموندنې، په افغانستان کې د خوراکي او درملو د تولید او عرضه کولو په برخو کې د ایراني سوداګرو لپاره د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر دغه هوکړه ليک ګټور وباله او زياته يې کړه، چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د افغانستان د خوراکي، درملو او روغتيايي محصولاتو صنعت وده وکړي او د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي توکو کيفيت او خونديتوب به لوړ شي.
په همدې حال کې د درملو او خوراکي توکو د ادارې د رييس دغه سفر ايران ته د عامې روغتيا وزارت د سرپرست ډاکتر قلندر عباد له سفر وروسته ترسره شو.