دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 270008
د هیواد د تیلو او ګازو ځینې ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کیږي
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چینایي شرکتونو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د نفتو او ګازو یو شمېر زېرمې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د چینايي شرکت د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې هیله څرګنده کړه.
 
دلاوري د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل: افغانستان د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري. د کانونو او پټرولیم وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د نفتو او ګازو یو شمېر زېرمې اعلان کړي او علاقمندان کولای شي په قانوني ډول په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
اسلامي امارت د امو په ساحلي سیمه کې د نفتو د استخراج چارې چینایي شرکت "CPEIC" ته سپارلې دي. د دې پروژې تړون د تېر کال په روژې میاشت کې لاسلیک شو.
 
دغه چينايي شرکت به د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو په قشغري، زمردساي، بازار کومي، اغادريه او انګوت سيمو کې په ٤٥٠٠ متره مربع ځمکه کې تېل استخراج کړي.
 
په دغو برخو کې ۸۷ میلیونه بېرله تېل اټکل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccxxqi42bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته