کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد د تیلو او ګازو ځینې ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کیږي

24 ثور 1402 ساعت 13:02

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چینایي شرکتونو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د نفتو او ګازو یو شمېر زېرمې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.


آوا - کابل: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د چینايي شرکت د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې هیله څرګنده کړه.
 
دلاوري د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل: افغانستان د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري. د کانونو او پټرولیم وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د نفتو او ګازو یو شمېر زېرمې اعلان کړي او علاقمندان کولای شي په قانوني ډول په داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
اسلامي امارت د امو په ساحلي سیمه کې د نفتو د استخراج چارې چینایي شرکت "CPEIC" ته سپارلې دي. د دې پروژې تړون د تېر کال په روژې میاشت کې لاسلیک شو.
 
دغه چينايي شرکت به د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو په قشغري، زمردساي، بازار کومي، اغادريه او انګوت سيمو کې په ٤٥٠٠ متره مربع ځمکه کې تېل استخراج کړي.
 
په دغو برخو کې ۸۷ میلیونه بېرله تېل اټکل شوي دي.
 


د مطلب کود: 270008

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270008/د-هیواد-تیلو-او-ګازو-ځینې-ساحې-داوطلبۍ-ته-وړاندې-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com