دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 269624
په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۷۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۷۰۳ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې راستانه شوي کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره مرستندویه ادارو او د کډوالو نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د ثور ۱۷ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپیژندل شول.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په ١٥مه او ١٦مه، د ٦٥٢ کسانو په ګډون ٩٤ راستنې شوې کورنۍ په خپله خوښه او ٥١ نورې په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې راستانه شوي کډوال د کډوالۍ په چارو کې له راجستر کېدو وروسته د مرستې لپاره د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او UNHCR دفترونو ته ورپېژندل شوي دي. همدارنګه، د دفتر (NRC) لخوا هر یو راستنیدونکي ته د خوراکي توکو کڅوړه ویشل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې د ٥٥ بنديانو په ګډون سلګونه کسان هېواد ته راستانه شوي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت له تاوتريخوالي ډک چلند کړى دى. د تېرو مياشتو په څېر څو ځلې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د اتباعو د وهلو او نيولو انځورونه خپاره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcewo8wejh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته