کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۷۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

18 ثور 1402 ساعت 9:17

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۷۰۳ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې راستانه شوي کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره مرستندویه ادارو او د کډوالو نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د ثور ۱۷ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور وپیژندل شول.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې په ١٥مه او ١٦مه، د ٦٥٢ کسانو په ګډون ٩٤ راستنې شوې کورنۍ په خپله خوښه او ٥١ نورې په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
 
د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې، چې راستانه شوي کډوال د کډوالۍ په چارو کې له راجستر کېدو وروسته د مرستې لپاره د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او UNHCR دفترونو ته ورپېژندل شوي دي. همدارنګه، د دفتر (NRC) لخوا هر یو راستنیدونکي ته د خوراکي توکو کڅوړه ویشل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې د ٥٥ بنديانو په ګډون سلګونه کسان هېواد ته راستانه شوي وو.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت له تاوتريخوالي ډک چلند کړى دى. د تېرو مياشتو په څېر څو ځلې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د اتباعو د وهلو او نيولو انځورونه خپاره شوي دي.
 


د مطلب کود: 269624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269624/په-تېرو-دوو-ورځو-کې-له-پاکستانه-څه-باندې-۷۰۰-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com