دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 269417
په غزني کې د څلور سوه زره ډالرو په لګښت د څو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني سيمه ييزو چارواکو د غزني په مرکز او دوو ولسواليو کې د څلور سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو شمېر بنسټيزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې. دا پروژې به د بهرنیو بنسټونو په مرسته او د اوو میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: نن چهارشنبه د ثور ۱۳ مه د غزني د والي محمد امین الله جان عمري په حضور کې د اندړو ولسوالۍ د استنادي دیوال او یو شمېر نورو پروژو کار په ټولیز ډول پیل شو.
 
د هغه په ​​وينا، د يادو پروژو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره شوى او چارې به يې په ٧ مياشتو کې بشپړې شي.
 
په همدې حال کې د غزني والي محمد امین الله جان عمري وايي چې په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شوی او اسلامي امارت هڅه کوي چې هیواد بیا ودان او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
 
د غزني ښاريان هم د يادو پروژو له پيلېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې په ټولو سيمو کې بايد بنسټيزې پروژې په متوازن ډول ترسره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د غزني ښار په دويمه ناحيه کې هم د خم کوڅې د پخولو چارې د غزني ښاروالۍ له لوري پيل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcezo8wfjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته