کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د څلور سوه زره ډالرو په لګښت د څو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

14 ثور 1402 ساعت 9:58

د غزني سيمه ييزو چارواکو د غزني په مرکز او دوو ولسواليو کې د څلور سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو شمېر بنسټيزو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې. دا پروژې به د بهرنیو بنسټونو په مرسته او د اوو میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


آوا - غزني: نن چهارشنبه د ثور ۱۳ مه د غزني د والي محمد امین الله جان عمري په حضور کې د اندړو ولسوالۍ د استنادي دیوال او یو شمېر نورو پروژو کار په ټولیز ډول پیل شو.
 
د هغه په ​​وينا، د يادو پروژو قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره شوى او چارې به يې په ٧ مياشتو کې بشپړې شي.
 
په همدې حال کې د غزني والي محمد امین الله جان عمري وايي چې په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شوی او اسلامي امارت هڅه کوي چې هیواد بیا ودان او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
 
د غزني ښاريان هم د يادو پروژو له پيلېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې په ټولو سيمو کې بايد بنسټيزې پروژې په متوازن ډول ترسره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د غزني ښار په دويمه ناحيه کې هم د خم کوڅې د پخولو چارې د غزني ښاروالۍ له لوري پيل شوې دي.
 


د مطلب کود: 269417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269417/په-غزني-کې-د-څلور-سوه-زره-ډالرو-لګښت-څو-پروژو-بنسټ-ډبره-کېښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com