افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د جهاد ارگینای په کابل کې د ترکیې سفیر سره لیدلي.
په دې کتنه کې حنفي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پانګونې ساحه چمتو ده او د کابل حکومت د بهرنيو سوداګرو او پانګوالو د شتون هرکلى او ملاتړ کوي.
حنفي زياته کړه: کابل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړيکو پراختيا غواړي.
د ترکيې سفير هم له افغانستان سره اړيکې ښې وبللې او ويې ويل چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه، ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې جدي لېوالتیا لري.