کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي

5 ثور 1402 ساعت 13:08

د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې کابل د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي او اسلامي امارت د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د حضور هرکلی او ملاتړ کوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د جهاد ارگینای په کابل کې د ترکیې سفیر سره لیدلي.
 
په دې کتنه کې حنفي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پانګونې ساحه چمتو ده او د کابل حکومت د بهرنيو سوداګرو او پانګوالو د شتون هرکلى او ملاتړ کوي.
 
حنفي زياته کړه: کابل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړيکو پراختيا غواړي.
 
د ترکيې سفير هم له افغانستان سره اړيکې ښې وبللې او ويې ويل چې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي.
 
هغه زیاته کړه، ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې جدي لېوالتیا لري.
 


د مطلب کود: 268927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268927/اسلامي-امارت-د-نړۍ-له-ټولو-هیوادونو-سره-اړیکو-پراختیا-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com