افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته ویلي، چې د دغو طبیعي پېښو په پایله کې ۱۰۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، د استوګنې ١٥٥ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ١٢٤٢ يې په جزوي توګه ويجاړ شوي دي. دغه راز ۸۴۸ څاروي او ۷۱۰۶ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
رحيمي زياته کړه چې د اسلامي امارت د حکومت وزارت په بيړنۍ توګه د طبيعي پيښو له زيانمنو سره مرستې ته ورغلی دی.
هغه وويل: "دغه وزارت د اپريل له لومړۍ نېټې څخه د دولتي بنسټونو او رياستونو په همکارۍ شاوخوا څلوېښت زره کورنيو ته بېړنۍ مرستې وېشلې او دا لړۍ روانه ده."