دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 268127
په ديارلسمه ناحيه کې څه باندې اووه ټنه بې کيفيته خوراکي توکي راټول شول
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغه رياست پلاوي د کابل ښار له ١٣مې ناحيې څخه اووه ټنه بې کيفيته خوراکي او روغتيايي توکي راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: کابل ښاروالۍ هم ویلي، چې په دغو توکو کې شیدې، قیماق، اچار، لوبیا، چپس، چاکلیټ، بسکوټ، شامپو، صابون، مشروبات، کیچپ او صابون شامل دي.
 
باید وویل شي، چې د افغانستان په بازارونو کې بې کیفیته خوراکي توکي د خلکو د بې وزلۍ او کمښت له امله ډېر پېرودونکي لري.
 
https://avapress.com/vdcb5wb5zrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته