افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت کابینې د رئیس الوزرا د دفتر له اقتصادی کمیسیون څخه غوښتی چې د خوراکی توکو او درملو له ملی ادارې سره په همغږۍ د درملو مسئلې ته لومړیتوب ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (حمل ۱۵) د "افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د صنایعو اتحادیې" مسوولینو په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې که د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونه نیول شي، د کورنیو درملو تولید به له منځه ولاړ شي.