دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 267059
په جنین باندې دصهیونیسټی پوځیانو په نوی حملې کښې درې کسان شهیدان او ۵ نور ژوبل شول
نړیوالو رسنیو د فلسطیني سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لویدیځې غاړې په جنین کمپ باندې د صهیونیسټي پوځیانو په نوي برید کې تر اوسه درې تنه شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: نړیوالو رسنیو د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې درې تنه وژل شوي دي.
 
ويل شوي دي چې اسرائيلي ځواکونو د فلسطيني جنګياليو د نيولو په پلمه د جينين په کمپ بريد وکړ او د کمپ په اوسېدونکو يې ډزې وکړې، خو د فلسطيني جنګياليو له مقاومت سره مخامخ شول.
 
فلسطیني رسنیو دا هم ویلي چې د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې د قدس لوا له ځواکونو څخه «نیدل خزیم» او «یوسف الشریم» د حماس د اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام له لوا څخه دي. په جينين ښار کې د نن ورځې په بريد کې شهيدان شوي دي
 
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې صهیونیسټی پوځیانو د جنین په کمپ په چاپې سره یو شمېر فلسطینیان ووژل.
https://avapress.com/vdcenf8wojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته