دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 266825
ایران او ازبکستان په افغانستان کښې د ثبات د رامینځته کولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو او مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون (شنبه، کب ۲۰) په تهران کې جوړه شوه.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې عبداللهیان او سیاف په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو او مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
ويل کيږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران او ازبکستان ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د افغانستان د حالاتو په باب خبرې وکړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد له وضعیت څخه کتنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcewp8wnjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته