کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران او ازبکستان په افغانستان کښې د ثبات د رامینځته کولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ

21 حوت 1401 ساعت 14:53

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو او مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون (شنبه، کب ۲۰) په تهران کې جوړه شوه.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې عبداللهیان او سیاف په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو او مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.
 
ويل کيږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ايران او ازبکستان ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د افغانستان د حالاتو په باب خبرې وکړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد له وضعیت څخه کتنه کړې وه.
 


د مطلب کود: 266825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266825/ایران-او-ازبکستان-په-افغانستان-کښې-د-ثبات-رامینځته-کولو-لپاره-ګاونډیو-هیوادونو-ملګرتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com