دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 266748
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ څار:

په افغانستان کې خبریالان مصونیت نه لري

په افغانستان کې خبریالان مصونیت نه لري
د افغانستان د رسنیو له ازادۍ څخه د ملاتړ اداره "نی" وايي، په مزارشریف کې د رسنیو پر کارکوونکو د نن ورځې برید وښوده چې په افغانستان کې خبریالان مصونیت نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مزارشریف ښار کې د افغان غږ خبري آژانس په ولایتي دفتر او د تبیان په مرکز کې د نن سهار خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندي.
 
د نی په اعلامیه کې راغلي: «له مزارشریف څخه رپوټونه وايي چې د خبریالانو پر یوه غونډه چې ټاکل شوې وه چې دوی وستایل شي، برید شوی دی. "د لومړنیو معلوماتو له مخې دا برید د تبیان په مرکز کې هغه مهال شوی، چې څو خبریالان په کې وو."
 
اعلامیه زیاتوي چې تر اوسه پورې کومې اړوندې ادارې په دې اړه کره معلومات نه دي ورکړي او دا کار زموږ د همکارانو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه ګونګوسې کوي، چې په وینا یې د دې پېښې په اړه اندېښنې د هرې شیبې په تېرېدو سره ژورېږي.
 
د نی دفتر د اعلان پر بنسټ؛ د خبریالانو پر ژوند برید ښيي چې په افغانستان کې خبریالان مصؤنیت نه لري او اړوندو بنسټونو یې دې مسلې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
 
نی له اړوندو اطلاعاتي بنسټونو غوښتي، چې د خلکو او د هېواد د ژورنالیستانو د اندېښنو د لرې کولو په موخه کره معلومات وړاندې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار (شنبه، کب ۲۰) په مزارشریف کې د افغان غږ خبری آژانس د استازي دفتر او د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو مرکز د یوې چاودنې له امله په نښه شو. لومړني معلومات ښيي چې په دې پيښه کې درې تنه شهيدان او ديرش تنه نور ټپيان شول چې زيات شمير خبريالان هم په کې شامل دي.
 
د شهیدانو او ټپیانو هویت معلوم نه دی. ویل کیږي چې په ټپیانو کې یو زیات شمیر خبریالان هم شامل دي.
 
د چاودنې پر مهال په مراسمو کې ۲۵ خبریالان موجود وو.
 
https://avapress.com/vdci5qarvt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته