افغان غږ خبری آژانس - تهران: هیواد ته د افغان بندیانو د سپارلو بهیر د دوشنبې په ورځ د حوت د میاشتې په ۱۵ نیټه پیل شوه.
د ۵۶۱ افغان بندیانو د لست له مخې چې ۱۴۰ یې د اصفهان ولایت، ۱۰۵ یې د کرمان ولایت، ۱۱۴ یې د یزد، ۱۰۶ یې د جنوبي خراسان ولایت، قین، بریجان او نابندان له ښارونو او ۹۶ نور بندیان دي. دوی د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل، زاهدان او ایرانشهر له زندانونو څخه افغانستان ته لېږدول شوي او یا هم د لېږد په بهیر کې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په ایران کې په بند محکوم شوي افغانان څه موده وړاندې په تهران کې د لوی څارنوال او د ایراني چارواکو په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بېرته راستانه شوي دي.
اسلامي امارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه کار ستاینه وکړه او دا یې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، دا ډول اقدامات به د دواړو لورو ترمنځ اړیکې او همکارۍ لاپسې ژورې او پیاوړې کړي.