کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه هېواد ته د ۸۵۸ افغان بندیانو لېږد؛ دوه ایرانۍ ښځینه بندیانې هم ایران ته انتقال شوې

19 حوت 1401 ساعت 16:53

په تهران کې د افغانستان د سفارت جګپوړي ديپلومات مفتي محمد عليم نوراني د آوا خبريال ته وويل چې د دوشنبې په ورځ (حوت ١٥) څخه د پنجشنبې تر ماښامه پورې د هغو افغان بنديانو شمېر چې له ايران څخه افغان حکومت ته سپارل شوي دي ۸۵۸ ته ورسېد. د نوراني په وینا، دوه ایرانۍ ښځینه بندیانې هم د پنجشنبې په ورځ ایراني چارواکو ته د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب د نښې په توګه وسپارل شوې.


آوا - تهران: هیواد ته د افغان بندیانو د سپارلو بهیر د دوشنبې په ورځ د حوت د میاشتې په ۱۵ نیټه پیل شوه.
 
د ۵۶۱ افغان بندیانو د لست له مخې چې ۱۴۰ یې د اصفهان ولایت، ۱۰۵ یې د کرمان ولایت، ۱۱۴ یې د یزد، ۱۰۶ یې د جنوبي خراسان ولایت، قین، بریجان او نابندان له ښارونو او ۹۶ نور بندیان دي. دوی د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل، زاهدان او ایرانشهر له زندانونو څخه افغانستان ته لېږدول شوي او یا هم د لېږد په بهیر کې دي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په ایران کې په بند محکوم شوي افغانان څه موده وړاندې په تهران کې د لوی څارنوال او د ایراني چارواکو په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بېرته راستانه شوي دي.
 
اسلامي امارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه کار ستاینه وکړه او دا یې یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، دا ډول اقدامات به د دواړو لورو ترمنځ اړیکې او همکارۍ لاپسې ژورې او پیاوړې کړي.


د مطلب کود: 266729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266729/له-ایران-څخه-هېواد-ته-د-۸۵۸-افغان-بندیانو-لېږد-دوه-ایرانۍ-ښځینه-بندیانې-هم-انتقال-شوې

آوا
  https://www.avapress.com