دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 266526
فرید بشارت د فری سټایل غیږنیولو په برخه کې خپل امریکایی حریف ته ماتې ورکړه
فرید بشارت، د هیواد فری سټایل لوبغاړي، په UFC کې خپل امریکایی سیال ته ماتې ورکړه او بې ماتې پاتې شو.
افغان غږ خبری آژانس: فرید بشارت، د هیواد د فری سټایل لوبغاړي، په UFC کې په خپله لومړۍ لوبه کې ځلیدلی او وتوانید چې یو امریکایی ډیمون مارکویل ته ماتې ورکړي.
 
په دې بریا سره بشارت په ازادو سیالیو کې د خپلو بریاوو شمېر ۱۰ ته لوړ کړ او تر اوسه یې په خپل ریکارډ کې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.
 
مقابل لوري ته امریکايي ډیمون مارکویل خپله پنځمه ماتې تجربه کړه او ونه توانید خپلې دیارلس بریا ته ورسیږي.
 
دا لوبه نپرون سهار (یکشنبه، حوت ۱۴) د امریکا په لاس ویګاس ښار کې ترسره شوه.
https://avapress.com/vdccieqie2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته