کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرید بشارت د فری سټایل غیږنیولو په برخه کې خپل امریکایی حریف ته ماتې ورکړه

15 حوت 1401 ساعت 12:20

فرید بشارت، د هیواد فری سټایل لوبغاړي، په UFC کې خپل امریکایی سیال ته ماتې ورکړه او بې ماتې پاتې شو.


آوا: فرید بشارت، د هیواد د فری سټایل لوبغاړي، په UFC کې په خپله لومړۍ لوبه کې ځلیدلی او وتوانید چې یو امریکایی ډیمون مارکویل ته ماتې ورکړي.
 
په دې بریا سره بشارت په ازادو سیالیو کې د خپلو بریاوو شمېر ۱۰ ته لوړ کړ او تر اوسه یې په خپل ریکارډ کې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.
 
مقابل لوري ته امریکايي ډیمون مارکویل خپله پنځمه ماتې تجربه کړه او ونه توانید خپلې دیارلس بریا ته ورسیږي.
 
دا لوبه نپرون سهار (یکشنبه، حوت ۱۴) د امریکا په لاس ویګاس ښار کې ترسره شوه.


د مطلب کود: 266526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266526/فرید-بشارت-د-فری-سټایل-غیږنیولو-په-برخه-کې-خپل-امریکایی-حریف-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com