دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 266378
مرکزي بانک به د شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي
مرکزي بانک اعلان کړی چې د کب په ۱۳مه به د شنبې په ورځ په یوه لیلام کې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس: د هیواد مرکزی بانک پرون پنجشنبه د کب ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ ( د کب په ۱۳ مه) به ۱۶ میلیونه ډالره لیلام شی.
 
دغه بانک له وړ پېسو خدمتونو شرکتونو او تبادلې غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د مرکزي بانک په اعلامیه کې راغلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې پرون د پنجشنبې په ورځ يو امريکايي ډالر په ٨٩ افغانیو تبادله کیده.
 
څو ورځې وړاندې مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.
https://avapress.com/vdchq-ni623n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته