کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به د شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي

12 حوت 1401 ساعت 13:06

مرکزي بانک اعلان کړی چې د کب په ۱۳مه به د شنبې په ورځ په یوه لیلام کې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.


آوا: د هیواد مرکزی بانک پرون پنجشنبه د کب ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ ( د کب په ۱۳ مه) به ۱۶ میلیونه ډالره لیلام شی.
 
دغه بانک له وړ پېسو خدمتونو شرکتونو او تبادلې غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د مرکزي بانک په اعلامیه کې راغلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې پرون د پنجشنبې په ورځ يو امريکايي ډالر په ٨٩ افغانیو تبادله کیده.
 
څو ورځې وړاندې مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.


د مطلب کود: 266378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266378/مرکزي-بانک-د-شنبې-په-ورځ-۱۶-میلیونه-ډالره-لیلام-کړي

آوا
  https://www.avapress.com