دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 266347
په ترکیه کې د تیرو دریو اونیو د زلزلې/ د مړو شمیر ۴۵ زره ۸۹ تنو ته ورسید
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د شپږمې نیټې دوو سختو زلزلو د ترکیه او د سوریې د شمال ځینې برخې ولړزولې او په دې ورستیو ورځو کې څو نورې زلزلې هم رامنځته شول چې د وروستیو احصایو له مخې په پایله کې یې ۴۵ او ۸۹ تنه مړه شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ترکیې په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېر له ۱۵۳ زرو څخه اوښتی دی.
 
د دغه راپور له مخې، د دغې زلزلې له امله ۴۵ زره ۸۹ کسان وژل شوی او ۱۰۸ زره ۶۸ کسان ټپیان شوی دی. ۳۱ زره کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
 
د نړیوال بانک د اټکل له مخې په ترکیه کې ۲۵ میلیونه کسان په موقت ډول بې کوره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdo90x5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته