کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکیه کې د تیرو دریو اونیو د زلزلې/ د مړو شمیر ۴۵ زره ۸۹ تنو ته ورسید

11 حوت 1401 ساعت 14:49

د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د شپږمې نیټې دوو سختو زلزلو د ترکیه او د سوریې د شمال ځینې برخې ولړزولې او په دې ورستیو ورځو کې څو نورې زلزلې هم رامنځته شول چې د وروستیو احصایو له مخې په پایله کې یې ۴۵ او ۸۹ تنه مړه شوي.


آوا: د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ترکیې په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېر له ۱۵۳ زرو څخه اوښتی دی.
 
د دغه راپور له مخې، د دغې زلزلې له امله ۴۵ زره ۸۹ کسان وژل شوی او ۱۰۸ زره ۶۸ کسان ټپیان شوی دی. ۳۱ زره کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
 
د نړیوال بانک د اټکل له مخې په ترکیه کې ۲۵ میلیونه کسان په موقت ډول بې کوره شوي دي.
 


د مطلب کود: 266347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266347/په-ترکیه-کې-د-تیرو-دریو-اونیو-زلزلې-مړو-شمیر-۴۵-زره-۸۹-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com