دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 266272
له افغانستان څخه د ایران د تیلو د ټانکرونو د راتګ مخه ونیول شوه
په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار له افغانستانه د ۲۴ ایراني ټانکرونو د ټيټ کیفیت د تېلو د ستنېدو خبر رد کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ولسمشر ځانګړی استازی اقتصادی سلاکار محمد مهدی جوانمرد قصاب له فارس خبری آژانس سره په خبرو کې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو پر رالیږلو او صادرولو د ټینګار ترڅنګ، د تېلو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ. هغه دا خبره رد کړه چې له افغانستان څخه ایران ته د تیلو ټانکرونه رد شوي دي.
 
هغه زیاته کړه: دغه ۲۴ راستانه شوي د تیلو ټانکرونه له عراق څخه انتقالي ټانکرونه دي او د ایران محصول نه دي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې د تیلو ۲۴ ټانکرونه چې د ابو نصر فراهي ګمرک څخه وارد شوي وو بیرته ایران ته استول شوي دي.
 
د دغه خبر په اساس د تېلو دغه ټانکرونه د اسلامی امارت د معیاري ادارې له خوا د ټیټ کیفیت له امله بیرته را وګرځول شول.
 
https://avapress.com/vdca0inuu49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته