افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د کندز ولایت والی مولوی احمدګل حمید مصطفي رسنیو ته وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت له تاسیس سره د دغې ادارې په عوایدو کې په تیرو ۱۷ میاشتو کې د تیر حکومت په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه، په تېرو ۱۷ میاشتو کې د کندوز ولایت ۸۶۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او زیرمه کړي، چې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د هغه په وينا، دغه عوايد د سوداګرو د اتحاديې، د سوداګرو د اتحاديې له مالياتو او د شرکتونو له کرايې څخه راټول شوي دي.