افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه د چهارشنبې په ورځ (دلوې ۲۶) له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په دې برخه کې ډیپلوماټیک بحثونه روان دي او هڅه کوي چې یوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې له خپل سفیر څخه غوښتي چې د خبرو د دوام لپاره په دغه هېواد کې زموږ د حضور شرایط برابر کړي. د بهرنیو چارو وزارت او د سیستان او بلوچستان د والي دفتر د نویو افقونو د پرانیستلو لپاره کار کوي. دا بحث ډیرو غونډو ته اړتیا لري».
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د افغان حکومت له خوا د هلمند/هیرمند د اوبو د حقونو د تطبیق لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
سلاجقه یادونه وکړه چې اسلامي امارت داسې دلیلونه لري چې نه حقیقي دي او نه هم علمي، او هیله لري چې خبرې به یوې نتیجې ته ورسیږي.